قطر سبا او بله ورځ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سبا او بله ورځ د نږدې ۲۰ هېوادونو استازی د افغانستان په اړه د دوحې په ناسته کې ګډون کوی.

د خبر پر بنسټ د روسیې، چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، امریکا، فرانسې، جرمنی او اروپایی ټولنې په ګډون به د اتلسو هېوادونو ځانګړی استازی د دوحې د غونډې ګډونوال وی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند ویلی، چې د دغه سازمان سرمنشی به سبا یکشنبه په دغه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ شی.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې، چې د ښځو د ستونزو اورېدو په موخه به ښځې هم په دغه غونډه کې ګډون وکړی.

په ورته مهال، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی، عصمت الله ارګاشېف هم د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره په لیدنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې پر ناستې خبرې کړی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر دې دمه په دغه غونډه کې د ګډون په تړاو تازه څه نه دی ویلی، خو وړاندې یې ویلی وو چې د غونډې ایجنډا او موضوعاتو ته په کتو به په کې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه وکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.