افغان حکومت د دوحې په نننۍ غونډه کې خپل ګډون رد کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې چې ټاکل شوې نن پیل شی، خپل ګډون رد کړی دی.

د خبر پر بنسټ، دغه وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی، چې سرپرست حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې دوی د یوازینی مسوول لوری په توګه ګډون وکړی او د افغان پلاوی او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو – اترو زمینه برابره کړی، ګډون به یې ګټور وی، خو د اعلامیې له مخې په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالی له امله د سرپرست حکومت په دې غونډه کې د دوی بې ګټې ګډون اغېزمن نه دی بللی.

 ټاکل شوې چې دغه غونډه نن ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشی انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب دوحه کې د دوه ورځو لپاره پیل شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.