کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر جک اونال سره په کتنه کې د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو او د افغان روغتیایی کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې ټینګار کړی دی.
د روغتیا وزارت سرپرست په دې کتنه کې ویلی، د روغتیایی کارکوونکو ظرفیت لوړول د دې وزارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې هڅې چټکې کړې دی.
بل لور ته په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلی، هېواد یې له افغانستان سره د نورو مرستو ترڅنګ د روغتیایی برخه کې هم دوامدارو مرستو ته ژمن دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ