نن او سبا د هېواد په ۱۱ ولایاتو کې د واورې او بارانونو د اورښت اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی، چې د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پېژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د مرکز کابل په ګډون نورستان، کاپیسا، پنجشېر، بامیان، پکتیا، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی.

دغه راز په لوګر، خوست او لغمان کې بیا د باران د اورښت وړاندوینه شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې د خبر له مخې، د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ویلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینو سیلبرونو کې شتون لری.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.