کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپی پروژې پلی کولو لپاره همکارۍ ته چمتوالی وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپی پروژې له اجرایوی رییس مراد امانوف سره کتلی دی.

د خبر پر بنسټ، دغه وزارت ویلی، چې له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژې له لارې افغانستان ته د کال ۴ سوه میلیونه ډالره ګټه رسیږی.

په دې کتنه کې سرپرست وزیر د ټاپی پروژې په اړه د بحث ترڅنګ، د دغې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې د سرپرست حکومت پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

نوموړی ټاپی پروژه د افغانستان په ګډون په دې پروژه کې د دخیلو ټولو هېوادونو لپاره ګټوره بللې ده.

شهاب الدین دلاور هم له دغې سترې اقتصادی پروژې څخه د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی او ورته یې د هر راز همکارۍ لپاره چمتوالی ښودلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.