په دوحه کې د افغانستان په اړه نن د غونډې وروستۍ ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دوحه کې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوترېش په کوربتوب د رابلل شوې غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

ملګری ملتونه وایی، له دې غوندې څخه یې موخه له افغانستان سره د نړیوال تعامل پر زیاتېدو بحث دی.

د ګډونوالو په هغه لېست کې چې ملګرو ملتونو خپور کړی، د امریکا، چین، پاکستان او اروپایی ټولنې ځانګړی استازی هم شامل دی.

یادې غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت چارواکی هم وربلل شوی وو، خو د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه په یوه خپره کړې خپرپاڼه کې ویلی و، چې د دوی ګډون به ګټور نه وی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلی وو، چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې هېوادونو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.