د طالب حکومت دوه ګونې تګلاره

لیکوال: م. ذهین
دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو برخو کې د مرموزو وژنو راپورونه پراخ شول.
د پخوانیو چارواکو او طالب ضد شخصیتونو وژنې د ټولنې په منځ کې زیاتې اندېښنې او سرګردانۍ رامنځته کړې. دغه وژنې د یوې کړکېچناکې او تضاد ډکې تګلارې انعکاس دی.
په داسې حال کې چې طالبان له یوه پلوه نړیوالو محافلو کې د عامه عفوې او بخښنې خبرې کوی، بل لور بیا په مخفی توګه دغه ډول مرموزو وژنو ته زور ورکوی.
طالبانو چې په پیل کې د افغانستان د امنیتی وضعیت د ښه کولو وعدې وکړې او پر دې یې ټینګار یې وکړ، چې دوی به د جګړې د ټولو لورو پر وړاندې عفوې ته توجه وکړی، په عمل کې د خپل قدرت تثبیت لپاره داسې کړنې ترسره کړې، چې د هغو خلکو ژوند یې په خطر کې واچاوه.
پخوانۍ عسکر او طالب ضد شخصیتونه چې د طالبانو له واکمنۍ سره مخالف وو، د مرموزو وژنو هدف شول.
دا مرموزې وژنې د طالبانو د جګړې د اصولو او د هغوی د شوې ژمنې سره ټکر کوی. که څه هم طالبان په علنی ډول د عفوه چغې کوی، خو په بل لور کې دوی د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره په خفیه توګه خونړۍ کړنې ترسره کوی.
دا ډول کړنې د سولې، وحدت او پرمختګ پر ځای، د بې اعتمادی او ګډوډۍ لامل ګرځی.
د دې وژنو تر شا داسې یو پیچلی سیاست شتون لری، چې په ښکاره ډول د افغانستان راتلونکې ته د یوې سالمې او باثباته ټولنې جوړول په خطر کې اچوی.
د مرموزو وژنو پر وړاندې دغه دوه ګونی تګلاره، په ټوله کې د افغانانو ترمنځ بې اعتمادی، ترور او وحشت زیاتوی. په داسې شرایطو کې چې ټولنیز باور او اعتماد باید د یوې نوې حکومتی ادارې لپاره بنسټیز اصل وی، طالبان د دې پر ځای د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره د زور او وحشت له لارو چارو څخه ګټه اخلی.
دې عمل د اسلامی ارزښتونو پر ځای د نظامی تشدد او طاقت پر مخ تللې کړنلاره غښتلې کړې ده.
د دې تر څنګ، د مرموزو وژنو د پراخېدو سره، داسې ښکاریږی چې طالبان خپلې ژمنې د عدالت، انصاف او سولې په اړه یوازې د کاغذ پر سطحه پاتې کړی. که د دوی دا دوه ګونې تګلاره ادامه پیدا کړی، نو په افغانستان کې د سولې او امنیت رامنځته کول به یوازینۍ هیلې او خوشبینۍ ته یو سراب بدل شی.
پای

ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.