کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلخ کې د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله ۱۲۲ ترافیکی پېښې شوې دی.
د خبر پر بنسټ، د دغو ترافیکی پېښو په پایله کې ۱۰۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱۶۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د مسوولینو په وینا دغه پېښې تېرو لسو میاشتو کې د مزار – شبرغان او مزار – سمنګان لویو لارو په اوږدو کې شوی، چې په کې یاده مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د ترافیکو مدیریت مسوولین وایی، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د ترافیکی پېښو کچه څو برابره لوړه ده، چې لوی لامل یې د ترافیکی قوانینو نه مراعت کول، د موټر چلوونکو بې غوری او د لویو لارو د سړکونو خرابوالی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ