کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت مسوولینو ویلی، چې د هېواد ټول هوایی ډګرونه په نړیوالو معیارونو برابروی.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، دا مهال په هېواد کې ۲۷ هوایی ډګرونه فعال دی، چې له منځه یې پنځه نړیوال هوایی ډګرونه دی.
د نوموړی په خبره د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل هوایی ډګر په ګډون د هېواد ډېری هوایی ډګرونه ویجاړ شوی وو، چې بېرته رغول شوی او الوتنو ته چمتو شوی دی.
د ترانسپورټ او هوایی چلند وزارت پخوانی مرستیال وایی، د لویو هوایی شرکتونو د الوتنو د بیا پیلېدو لپاره اړینه ده چې هوایی ډګرونه پر نړیوالو معیارونو برابر وی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ټینګار کوی چې د الوتنو د زیاتېدو لپاره باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو د وېزې د اخیستو په برخه کې شته ستونزې هم هوارې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ