کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د ډېرو کوچنیو، کوچنیو او منځنۍ کچې تشبثاتو د ودې او پراختیا په موخه له ۲۲ کورنیو موسسو سره د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
سرپرست وزیر د یادو تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلی، چې سرپرست حکومت به له دې پروژو څخه جدی نظارت وکړی، څو دغه پروژې د اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره پلې شی.
د یاد وزارت په وینا دغه پروژې به په ۱۴ ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې پلې شی او څه باندې ۶ زره کسان په مستقیمه توګه ترې برخمن شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ