کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوی مشرې فریبا نوری ویلی، چې هېواد کې اوس د ښځینه سوداګرو شمېر تر پخوا ډېر شوی دی.
نوموړې ویلی، هېواد کې تر سیاسی بدلون وروسته په سروې کې جوته شوې چې په مختلفو سیمو کې څه باندې ۸ زره ښځو په رسمی ډول له سوداګرۍ، اقتصاد، عدلیې وزارت او ښاروالیو جوازونه ترلاسه کړی او ۱۳۶ زره نورې ښځې په نارسمی توګه له دوی سره ثبت دی، چې تر ډېره د مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې کار کوی.
د نوری په وینا، اوس شپږو برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته، چې کولی شی خپل فعالیتونه په کې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ