کډوالو چارو وزارت له شپږو موسسو سره د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له شپږو موسسو سره د ۶ میلیونه ۳۱۵ زره ۶۳۶ ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه وزارت ویلی، په دغو تړونونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ۵۰ څاګانو کېندل، د پنځو شنو خونو، ۱۵۰ کورونو، روغتیایی مرکز جوړول، له کډوالو سره نغدی مرستې، د سړکونو جوړول او نورې پروژې شاملې دی.

دغه هوکړې ډاکار موسسې، د افغانستان د روغتیا او ټولنې بیارغونې، د ډنمارک د مهاجرت شورا، ماشومانو د ساتنې نړیوالې مؤسسې انصاری بیارغونې او (JRS) موسسو سره لاسلیک شوې دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت تر دې وړاندې هم هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له یو شمېر موسسو سره تړونونه لاسلیک کړی وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.