کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې خبر ورکړی، چې تازه یې ایران هېواد ته ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېل بېرته ور ګرځولی دی.
د خبر پر بنسټ، یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د نیمروز بندر له لارې یې ۲۳ ټانکره بې کېفیته ډیزل او پټرول چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره په معیار برابر نه وو، بېرته یې ایران ته مسترد کړی دی.
په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی دی.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ