کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت مسوولینو ویلي، چې له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستان هېواد پورې د اوسپنې پټلۍ د بيارغولو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ویلي، چې یاده اداره هڅه کوي، چې دې ته ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
همداراز د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس بیا ویلي، چې دغه تړون له يوه ازبکستاني شرکت سره د ۶ ميليونو او ۳ لکه امريکايي ډالرو په لګښت ترسره شوی، چې د درې میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي د پیل شوې پروژې اوږدوالی ۷۵ کيلومتره ياد کړی، چې د مزارشريف ښار د هوایي ډګر څخه تر ازبکستان هېواد پورې رسیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/