د کړکېچ ډلې په تدریجی ډول د افغانستان د کنګل پانګې د ازادېدو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د کړکېچ نړیوالې ډلې په تازه خپاره شوی راپور کې راغلی چې په افغانستان کې د روان اقتصادی وضعیت تر ټولو ستر لامل د دغه هېواد د پانګې کنګل کول دی.
سرچینه کاږی سخته اړتیا لیدل کېږی چې، د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړل شی او په دغه هېواد کې د بشری ناورین د پراختیا مخنیوی وشی.
دغه راز په راپور کې راځی چې اقتصادی فشارونه د طالبانو چلند نه شی بدلولی او نه هم دا چاره اغېزناکه ده، نو له همدې امله دې امریکا په تدریجی توګه د افغانستان پانګه ازاده کړی.
د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلی چې امریکا دې ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره یوه برخه پیسې په ازمایښتی ډول ازادې کړی او دلته دې اړمنو افغانانو سره د مرستو لار پرانیزی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.