کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی، یو شیاویونګ عشق آباد ته په سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، احمد ګوربانوف سره کتلی دی.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی پر خپله ټویټر پاڼې لیکلی، چې ترکمنستان او چین د افغانستان بیارغونې په برخه کې خپلې ګډې مرستې پیاوړې کوی.
یو شیاویونګ دغه راز ویلی، چین له ترکمنستانه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې د کوربتوب په برخه کې هم ملاتړ کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ