کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۶ مه نېټه):
روان ژمی په تنفسی ناروغیو ۲۸۶ زره کسان اخته شوی
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژمی له پیل راهیسې څه باندې ۲ لکه ۸۶ زره کسان پر تنفسی ناروغیو اخته شوی دی.
د خبر پر بنسټ یاد سازمان ویلی، چې د دغې ناروغۍ له امله ۶۶۸ کسانو ژوند هم بایللی دی.
د دوی په وینا پر تنفسی ناروغیو د اخته کسانو له ډلې ۶۳ سلنې څخه ډېر ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او نږدې ۵۰ سلنه یې مېرمنې دی.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ویلی، چې دې وروستیو کې د تنفسی ناروغیو د ناروغانو شمېر ډېر شوی او په ۲۰۲۳ کال کې له دغه وزارت سره له دوه اعشاریه ۹ میلیون ډېر تنفسی ناروغان ثبت شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هېواد کې د تنفسی ناروغیو د زیاتوالی لامل د هوا ککړتیا بللې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ