سیګار د ا.ا د هغو جګپوړو غړو نومونه اعلان کړل چې په تور نوملړ کې دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکې ادارې (سیګار) د اسلامی امارت جوړې شوې کابینې ته په پام د دوی د هغو جګپوړو غړو نومونه ،چې له دوی سره په تور نوملړ کې دی، اعلان کړل.
د دغه راپور پر بنسټ د اسلامی امارت رییس الوزراء مولوی محمد حسن اخوند او د هغه مرستیالان، مولوی عبدالغنی برادر او عبدالسلام حنفی نومونه په تور نوملړ کې دی.
راپور کاږی چې د رییس الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر، د دفاع مرستیال وزیر محمد فاضل مظلوم، د بندخونو ادارې چارسمبالی نور الدین ترابی او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی هم د امریکا په تور نوملړ کې ځای لری.
سیګار دغه راز وایی چې، په امنیتی چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر، د اطلاعاتو ادارې سرپرست عبدالحق واثق او د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی هم د اسلامی امارت هغه غړی دی، چې نومونه یې لا هم په تور نوملړ کې دی.
د امریکا پلټونکې اداره وایی، دا هغه کسان دی چې جنګی جنایتونه یې تر سره کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.