کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې د حکومت د امیر د فرمان پر اساس یو شمېر کسان په دولتی ادارو کې په نویو دندو ګمارل شوی.
د خبر پر بنسټ دغو ټاکنو کې مولوی محمد علی جان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ معین، ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا د والی، قاری زین العابدین د نورستان د والی او مولوی شېراحمد حقانی د لغمان د والی په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړی همدراز ویلی، چې مولوی عنایت الله شجاع د ارزګان د والی، مولوی محمد انور د لوګر د مرستیال والی او مولوی فیض الله جمال د خوست ولایت د پوهنې د رییس په توګه ګمارل شوی دی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ