اندونیزیا په کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اندونیزیا رسنۍ راپور ورکوی چې، هېواد یې په پام کې لری څو خپل سفارت په پلازمېنه کابل کې بېرته پرانیزی.
د اندونیزیا رسنیو د اسیاـ فسفیک او افریقایی چارو لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د عمومی مدیر عبدالقدیر جیلانی له قوله دا خبر ورکړی.
نوموړی پرون دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) په جاکارتا کې یوې خبری غونډې ته وویل چې په کابل کې خپل سفارت بېرته ځکه پرانیزی چې له افغانستان سره د بشری چارو او له ښځو سره د مرستو او نورو مسایلو ترڅنګ د سکالرشیفونو د ورکړې د پروګرام لپاره رغنده همکاری مخ ته یوسی.
اندونیزیا د اګسټ د میاشتې په پای کې کله چې اسلامی امارت کابل نیولی و، خپل سفارت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په لنډمهالی ډول لېږدولی دی.
ښاغلی جیلانی ټینګار وکړ چې په کابل کې یې د خپل سفارت بیا فعالول دا معنی نه لری چې دا هېواد به د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پیژنی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.