کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د واورې، سخت طوفان، د لیدلو محدودې ساحې، د ځانی تلفاتو او مالی زیانونو د مخنیوی له کبله د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دا مهال هم په سالنګ کې واوره وریږی، چې بېلایېلو سیمو کې د واورې اندازه تر یو متر پورې رسېدلې ده.
د دوی په خبره، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت عملیاتی ټیمونه په سیمه کې حضور لری، چې د هوا له سمېدو سره به د دې لارې د پاکولو چارې پیل کړی.
د ټولګټو وزارت همداراز له هېوادوالو غوښتی چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغې لارې له تګ – راتګ څخه ډډه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ