کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا د سې شنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکایی ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموی.
د افغانستان بانک نن د یوه ټویټ په کولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وی غوښتی، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکی باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړی. مرکزی بانک زیاته کړې، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمی تسویې ته اجازه نه ورکول کیږی او د داوطلبۍ ګټونکی به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاری.
دغه اندازه ډالر اونۍ کې یو یا دوه وار د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه لیلام ته وړاندې کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ