فلسطین د اسلامی امت د ویښتابه په انتظار!

پداسې حال کې چې نن په یو ویشتمه زېږدیزه پېړۍ کې ټوله اسلامی نړۍ او اسلامی امت له سترو ناخوالو او غمیزو سره مخ ده، د اسلامی امت لومړنۍ قبله او د مسلمانانو د تېر برم او عظمت یادګار فلسطین د غاصبو اسراییلو له خوا په بل کړی اور کې سوزی او د اسلامی نړۍ د خود غرضۍ او جاه طلبۍ قیمت د خپلو وینو او اوښکو په تویولو سره ادا کوی.

په نیول شوی فلسطین او د اسلامی امت د غفلت له امله په ورانه شوې غزه کې چې څه پېښېږی او څه تېرېږی له ورځنیو حالاتو کیدای شی لوستونکی تر یوه بریده خبر وی او دا هم څرګنده ده چې د نړۍ عام مسلمانان د دې پېښو په اورېدو او د مظلومو فلسطینی مېرمنو، ماشومانو او عامو وګړو د ډله ییزې عام وژنې په لیدو د زړه وینې وخوری او په داسې حال کې چې د بې وسۍ او لاچارۍ په محدوده فضا کې کړېږی، څه خاص عکس العمل یې هم له لاسه پوره نه وی، خو د اسلامی او عربی نړۍ د نننیو هغو واکمنو حساب بیا له عامو خلکو بېل دی چې یوازې پر خپلو ولسونو د خپلې ناروا واکمنۍ د ادامې لپاره او د امریکا او اسراییلو د خوشحاله ساتلو لپاره حتی مظلومو او د جګړې په لمبو کې را ګیرو فلسطینی مسلمانانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ له رسولو هم اوږه خالی کوی.

د دې ټولو سره سره بیا هم په نړۍ کې داسې کسان شته چې څه د مسلمانانو په صف کې او څه هم په خپله د لویدیځوالو په کړیو کې وخت نا وخت د خپل وجدان او ایمان په غوښتنه له مظلومو فلسطینیانو څخه د ملاتړ آواز اوچتوی.

د رسنیزو راپورونو له مخې یوې خواته د محمود عباس تر مشرۍ لاندې او د امریکا او اسراییلو په ملاتړ د جوړې شوې تش په نامه فلسطینی نیمه خپلواکې ادارې لومړی وزیر محمد اشتیه له خپلې دندې استعفا ورکړې او ویلی یې دی چې پر غزې تړانګه باندې د اسراییلو د تېری او په بیت المقدس او د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د وروستیو تحولاتو له امله له خپلې دندې استعفا ورکوی.

همدا رنګه د یوه بل خبر له مخې د روانې اونۍ په لومړیو کې د امریکا د پوځ د هوایی ځواک یوه افسر په واشنګتن ډی سی کې د اسراییلو د سفارت مخې ته د دې نارې په پورته کولو سره چې فلسطین نور آزاد کړئ، ځان ته اور ورته کړی او مړشوی دی.

پداسې حالاتو کې چې متأسفانه د ګردې اسلامی نړۍ حاکمان د بېلابېلو لاملونو په خاطر چې د خپل ناروا قدرت بقا او د لویدیځ غلامی یې په سر کې راځی، د فلسطین په اړه چوپه خوله ناست دی او حتی د یوه ضعیف احتجاجی غبرګون ښودلو توان هم نه لری، د یوه فلسطینی سیاستوال او یوه امریکایی پوځی دا دوه غبرګونونه هم د پردې شا ته د هر ډول لامونو د شتون سره سره دوه مهم خبرونه دی.

بل اړخ ته خبرونه دا هم ښکاروی چې د فلسطین د خلکو او مبارزینو تر څنګ د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثیانو دریدل یو داسې پرمختګ دی چې د جګړې په میدان کې یې اسراییلی یرغلګر او د هغوی امریکایی ملاتړی وارخطا کړی او که چېرې دا لړۍ همداسې دوام ومومی لیرې نده چې د نړۍ آزاد ولسونه د امریکایی او اسراییلی نیواکګرو د یوې بلې سترې شرمونکې ماتې شاهدان و اوسی.

اسلامی امت او اسلامی نړۍ د خپلو دینی باورونو پر مټ هم عقیده لری چې یهودی اشغالګران به نن وی که سبا حتما له یوې شرمیدلې او ذلیلانه ماتې سره مخ کېږی او د نړۍ د مسلمانانو لومړۍ قبله به خوا مخوا د سرتېرو مسلمانانو په لاس آزادیږی، خو دا چې هغه وخت به بیا د اسلامی نړۍ د نننیو ذلیلو مشرانو او د لویدیځوالو هر ډول ته نڅا ګرو واکمنو به څه برخلیک وی او په کومو ټیټو سترګو سره به خپلو ولسونو ته ګوری، اوس یې وړاندوینه لږ ګرانه ده. پای

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.