دیبورا لاینز مولوی حنفی ته: له امریکا سره یې د افغان کنګل شوې پانګې پر سر خبرې کړی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د رییس الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلی دی.
دیبورا لاینز ویلی، چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په اړه یې له امریکایی چارواکو سره خبرې کړی دی.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند انعام الله سمګانی پر خپل ټویټر د مېرمن لاینز له قوله لیکلی چې، په ځانګړی ډول دغه خبرې له افغانستان سره پر اقتصادی همکاریو ورټولې وې.
سمګانی د لاینز له قوله لیکلی: ” نړیوال بانک ور سره ژمنه کړې، چې د په افغانستان کې به د روغتیا، خوراکی توکو، معارف، کرنې او چاپېریال ساتنې په برخه کې به ۲۸۰میلیونه ډالر ولګوی”.
دغه راز دیبورا لاینز په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلی یې دی چې، د ښوونکو او روغتیایی برخې کارکوونکو معاشونه به ورکړی.
ورته مهال د رییس الوزراء مرستیال مولوی حنفی ویلی، چې اسلامی امارت د خیریه بنسټونو د امنیت ساتلو ته ژمن دی.
هغه ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې امن ټینګ شوی، قانون د ټولو لپاره یو شان دی او زده کړې د هر چا لپاره د دوی ستراتېژی ده.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتی چې په افغانستان کې خپلې نیمې پاتې پروژو بشپړولو ته ملا وتړی او له اسلامی امارت سره مرسته وکړی څو نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تېښتې مخه ونیسی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.