معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د مناګي برېښنا کوټ د اساسي ترميم چارې پيل شوې

کونړ کې د مناګي برېښنا کوټ د اساسي ترميم چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایتي ادارې ویلي، چې د برېښنا شرکت مشرتابه پلاوي په ځانګړې سپارښتنه کونړ کې د مناګي برېښناکوټ د اساسي رغونې او ترميم چارې د دغه ولایت د مرستیال والي په ګډون د یو شمېر مسوولینو په شتون سره پیل شوې.

خبر زیاتوي، چې د دغې برېښنا کوټ پر رغولو او ترمیم باندې به ۶،۳ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د مسوولینو په وینا د یاد برېښنا کوټ د ترمیم لپاره یې پیاوړې تخنیکي ډله لېږلې، چې چارې به یې په نږدې څلور میاشتو کې بشپړې کړي.

دغه برېښنا کوټ چې د تخنیکي ستونزو له امله فعالیت څخه لوېدلې وه، د برېښنا شرکت لخوا یې د تخنیکي او مسلکي کادرونو پر مټ چارې پیل شوې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس