کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بغلان کې د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وایی، چې یادې تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړی دی.
د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس ویلی، دوی په ۱۱ میاشتو کې د تاله او برفک ولسوالۍ کان د ډبرو سکرو د پلور له لارې ۱۷۹ میلیونه ۹۸۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دی.
هغه زیاته کړې، چې د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ په کچه د ډبرو سکرو ۲۱۰ وګړنی کانونه او دوه دولتی صوفونه فعال دی، چې په ورځ کې څه ناڅه ۲۷۰ ټنه سکاره استخراجوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ