کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر قربان قلی بردی محمدوف سره لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ، سرپرست وزیر دې لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت او پانګونې او ټرانزیټ فرصتونو په اړه مالومات ورکړی دی.
د ترکمنستان ولسمشر ویلی، چې هېواد یې افغانستان ته د ګازو او برېښنا لېږد ته ځانګړی پام لری او ژمنه یې کړې، چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ