له افغانانو سره مرستې؛ یونیسف وایی دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلی چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږی او دوی اړ دی چې د روغتیایی نظام د ساتلو او افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شی.
دغې ادارې ویلی چې دوی د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لری او له مرستندویه هېوادونو یې د دې پیسو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه وایی چې روان کال ښایی نیمایی هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ دی له سختې خوارځواکۍ سره مخ شی.
دغه راز یونسیف زیاتوی که پر وخت مرستې و نه شی او د ښوونکو معاشونه اجرا نه شی نو د دې خطر شته چې لس میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شی.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړی او د مرستندویه بنسټونو اړتیاوې پوره کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.