کندهار او کونړ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار او کونړ سیمه ییزو مسوولینو ویلی، چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۷۰ کورونه ویجاړ شوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویلی، د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ۲۳۸ کورونه ویجاړشوی او په ترڅ کې یې ۲ ماشومان مړه شوی او ۳ نورټپیان دی.

د یو بل خبر له مخې، په کونړ کې هم د سختو اورښتونو له امله ۳۲ کورونه ویجاړ شوی دی.

د یاد ولایت د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر ویلی، چې ویجاړو شویو کورونو کې درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شوی دی.

وروستیو اورښتونو د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زیانونه اړولی، خو مسوولینو یې تر دا دمه رسنیو سره اطلاعات نه دی شریک کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.