کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۳ مه نېټه):
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې اروپایی ټولنې د افغانستان بشری مرستو له صندوق سره ۲۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د خبر پر بنسټ، دغې ادارې همداراز ویلی، چې د اروپایی ټولنې په دې مرستې سره به په افغانستان کې د خوړو په خوندیتوب کې ښه والی راشی او ۳ لکه افغانان به ترې برخمن شی.
په ورته وخت کې د اروپایی ټولنې چارسمبالې رافایلا آیودیس ویلی، چې اروپایی ټولنه به د افغانستان د خلکو لاسنیوی ته دوام ورکوی.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشی، انتونیو ګویتریش تازه ویلی، چې دې سازمان په افغانستان کې بشری ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ درې سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ