کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امنیت شورا درې ورځې وروسته د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوی.
د خبر پر بنسټ، د یوناما مشره به په دې غونډه کې امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوی.
بل لور بیا افغان حکومت وایی، ملګری ملتونه دې د دې مسایلو پرځای د بندیزونو د لرې کېدو او له افغانانو سره په اقتصادی برخه کې د مرستو په څېر موضوعاتو ته پاملرنه وکړی، څو له دې لارې نور مسایل هم حل شی.
د دوی په خبره دا ډول غونډو کې د دوی د استازی نه ګډون به د هغوی عملی اړخ صفر ته ورسوی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې وړاندې هم د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه، د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د ځانګړی استازی د ټاکل کېدو په تړاو غونډه جوړه کړې وه، چې د سرپرست حکومت چارواکو په کې نه ګډون غوره بللی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ