پنجشېر کې د زمردو ۱۷ سوه کانونه ثبت شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، یوازې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷ سوه کانونه ثبت شوی، چې تر اوسه ۵۵۰ شرکتونو ته د دغو کانونو د استخراج لپاره د کار جوازونه ورکړل شوی او په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه وزارت د مسوولینو په وینا له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په ۱۴ داوطلبیو کې نږدې ۴۷ زره قیراطه زمرد پر څه باندې ۳.۵ میلیونه ډالرو خرڅ شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وایی، په کور دننه د ټولو کانونو په ځانګړې توګه د زمرد د پروسېس چارې باید ترسره شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.