د کابل – بامیانو لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د میدان وردګو ولایتی مسوولین وایی، د کابل – بامیانو لویه لاره چې د حاجی ګک کوتل په سیمه کې د زیاتو واورو له امله بنده شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

وړمه شپه پر دغې لاره ۲۵ مسافر وړونکی موټر بند پاتی وو، چې پرون د لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ د مسوولینو له لوری بند کسان له حاجی ګک کوتل څخه بامیانو ته ولېږدول شول او لاره د خلکو د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

په لومړۍ حصې بهسود، مرکزی بهسود او دایمیرداد ولسوالیو کې د ځینو کلیوالی سیمو لارې لاهم د زیاتو واورو له امله د خلکو د تګ – راتګ پرمخ تړلې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.