په افغانستان کې روان وضعیت؛ ناټو او پاکستان پرې خبرې کړې دی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د شمالی اتلانتیک تړونه یا ناټو او ګاونډی هېواد پاکستان په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دی.
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په بروکسل کې د ناټو له عمومی منشی ینس سټولټنبرګ سره کتلی دی او پر روان وضعیت یې خبرې ور سره کړی.
قریشی ویلی چې افغانستان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لری او د ناټو غړی هېوادونه باید په دې برخه کې مرسته وکړی.
د ناټو عمومی منشی هم ویلی چې دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دی او په دې برخه کې یې د پاکستان هڅې هم د ستاینې وړ بللې دی.
ینس سټولټنبرګ دغه راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره به بشری مرستې ادامه ولری او په دې برخه کې د ناټو د غړو هېوادونو ژمنې پر خپل ځای دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.