افغانستان بانک نن ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت د کمښت په موخه، نن د سه شنبې ورځ ۱۶ میلیونه امریکایی ډالر د لیلام په ډول پلوری.

یاد بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې پر ټولو هغو صرافانو او تجارتی بانکونو چې پر شرایطو برابر وی غوښتی، چې په دغو داوطلبیو کې دې ګډون وکړی او د داوطلبۍ ګټونکی یې مکلف کړی، چې خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړی.

په خبرپاڼه کې دغه راز یادونه شوې ده چې د معاملو قسمی ترسره کول مجاز نه دى او د لیلام ګټونکی دې د خپل ذمت پیسې ټولې یوځاى نغدې او یا هم په حوالې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحویلې کړی.

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر هر وار اونۍ کې یو یا دوه وار دغه اندازه ډالر لیلام ته وړاندې کوی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.