په پاکستان کې د څو اونیو وړاندې تر ټول ټاکنو وروسته، پرون د دغه هېواد د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او پخوانی سیاستوال او پانګوال شهباز شریف د دغه هېواد د نوی صدراعظم په توګه د خپلې دندې لوړه ترسره کړې ده.
د رسنیزو ربوټونو له مخې پرون د روان زېږدیز کال د مارچ په څلورمه نېټه، د پاکستان ولسمشر عارف علوی پداسې حال کې چې د غه هېواد اوسنی موقت لومړی وزیر انوار الحق کاکړ او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو حضور درلود، شهباز شریف ته لوړه ورکړه او پدې توګه نوموړی د پاکستان د نوی صدراعظم وټاکل شو.
شهباز شریف تر دې وړاندې کله چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم او ددې هېواد د کرکټ پخوانی ستوری عمران خان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال د دغه هېواد پر ټولو سپینو او تورو حاکم پوځ له مخالفت سره مخ او له دندې ګوښه کړای شو، له ځینو نورو ګوندونو سره په ګډه یو سیاسی ایتلاف جوړ کړ او د دغه هېواد لومړی وزیر شو، پداسې حال کې چې ګڼ کلونه یې د خپل ورور نواز شریف د صدراعظمۍ په موده کې د دې هېواد د ستر او مقتدر ایالت پنجاب واکمنی هم په لاس کې درلوده او هغه واکمنی بیا له خپل تل پاتې سیاسی حریف( پیپلز پاړتۍ) سره په ګډه د ټول ټاکنو تر ترسره کېدو لږ وړاندې پورې اوولس میاشتې دوام درلود او هلته یې بیا هم د پوځ تر مستقیم اشراف لاندې د یوې ناپیژندل شوې څېرې انوارالحق کاکړ په مشرۍ یوه لنډ مهالی حکومت ته د چارو واګې پرېښودې.
شهباز شریف تېره ورځ د پاکستان د نوی صدراعظم په توګه تر لوړې وروسته په خپله لومړۍ وینا کې تر ډېره بریده هماغه خبرې تکرار کړې چې له وړاندې معلومې وې او په تېرو څو دورو کې د دې هېواد ټول سیاسی مشران کله چې د چارو واګې ترلاسه کړې، د طوطی په څېر هغه تکراروی.
نوموړی د دې هېواد پارلمان ته د نوی صدارعظم په توګه په وینا کې وویل چې د خپل هېواد اقتصادی، مالی او امنیتی ستونزې به هواروی او په خبره یې د پاکستان ګټې به ورته تر ټولو زیات ارزښت لری او دده په خبره هېڅکله به د غچ اخیستنې سیاست پلوی ونکړی.
دا چې د شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د پاکستان نوی حکومت به په دغه هېواد کې له شته ګڼو اقتصادی، سیاسی او امنیتی ستونزو سره څه ډول مقابله وکړی او د دغه هېواد شړیدلې چارې به څه ډول را سمبال کړی، دا به تر ډېره پورې راتلونکې ښه روښانه کړی، خو هغه څه چې اوس د پاکستان له روان وضعیت او پر دغه هېواد د حاکمو پوځی حلقو له وضعیت څخه ښکاری داسې ډېره تمه نه کېږی چې شبهاز شریف او ورسره متحدین به یې وکولای شی د دې هېواد د شړیدلی سیاست بېړۍ د نجات کوم ساحل ته ورسوی.
بل اړخ ته درسنیزو راپورونو له مخې شهباز شریف ددې هېواد د بل لوی سیاسی ګوند پیپلز پارټۍ سره د داسې یوې هوکړې پر بنسټ د دې هېواد د صدارعظم په توګه ټاکل شوی چې له مخې به یې د پاکستان د خلکو ګوند( پیپلز پارټۍ) مشر آصف علی زرداری ته د دې هېواد په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب چانس برابروی.
اوس دا چې د پاکستان د دوه مشهورو سیاسی ګوندونو دغه جوړجاړی او اتحاد به د دغه هېواد د مقتدرو پوځی او استخباراتی حلقو تر اشراف لاندې، په دغه هېواد کې د ګڼو سیاسی، امنیتی او اقتصادی ګواښونو سره تر کومه مقابله وکړای شی او آیا د پوځ تر اشراف لاندې دا ملکی حکومت به وکولای شی د خپل واک قانونی موده پوره او تر راتلونکو ټولټاکنو پورې دوام وکړی که نه، تراوسه څرګنده نده، اما دلته اوس اساسی پوښتنه داده چې د ګاونډیانو په تېره بیا له افغانستان او هند سره به د اسلام آباد اړیکې او د دغه دواړو ملکونو په اړه به د پاکستان د نوی حکومت او ښاغلی شهباز شریف سیاست څه ډول وی او آیا پدې اړه به کوم بدلون راشی او که نه؟
دا هم جوته ده چې د ګاونډیانو او په تېره بیا افغانستان او هند په تړاو د پاکستان د هر حکومت سیاسی کړنلاره د دغه هېواد د پوځی کړیو یا د پاکستانی رسنیو په خبره ” ستیبلشمنټ” له خوا ټاکل کېږی خو دا هم جوته ده چې په سیمه او په تېره بیا په پاکستان کې د روانو نا امنیو لړۍ به اجازه ورنکړی چې د پنجاب دغه بزنس مین سیاستوال دې په آرامۍ د خپل واک موده پوره کړی.
اما ددې ټولو سره سره باید منتظر شو او حالاتو ته وګورو چې د پاکستان د مقتدرو پوځی او سیاسی حلقو تر اشراف لاندې د دې هېواد سوداګر سیاستوال څه کوی او په مخ کې ورته پرتې سل ګونه سیاسی او پوځې ننګونې او په ترڅ کې یې د کابل- اسلام آباد ترینګلې اړیکې څه ډول رانغاړی؟ “پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ