نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په‌ تړاو غونډه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب   ۱۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یو وار بیا د افغانستان د وضعیت په تړاو د تړلو دروازو تر شا د یوې غونډې کوربه دی.

د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی استازولۍ سرپرست ویلی، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر یا یوناما مشره رزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړی.

بل لور سرپرست حکومت  افغانستان کې پر یوناما باندې نیوکې سره وایی، چې دغه اداره په افغانستان کې د منفی ټکو د لویو ښودلو او په دې تړاو د راپور وړاندې کولو په لټه کې ده.

د سرپرست حکومت ویاند زیاتوی، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې به هغه مهال مثبتې پایلې ولری، چې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړی.

دا غونډه به په روانه میاشت کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه وی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.