کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوری سبا پنجشنبه د مرکز، لوېدیځ او سوېل ختیځ زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پیلیږی.
د خبر پر بنسټ، دغه سیالۍ چې موخه یې د افغانستان فوټسال غوره لیګ ته لارموندنه ښودل شوې، د مرکزی زون سیالۍ په کابل، د سوېلختیځ زون سیالۍ په غزنی او د لویدیځ زون سیالۍ د فراه ولایت په کوربتوب ترسره کیږی.
د دغو سیالیو له پای ته رسېدو سره سم به د شمال، شمال ختیځ او سوېل لوېدیځ زونونو ترمنځ سیالۍ هم پیل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ