کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی د ترکمنستان د رهبر په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر مسوولینو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړی.
د خبر پر بنسټ افغان لوری ویلی، چې دواړه لوری له یو بل سره همکارۍ ته ژمن دی او زیاتوی، چې ډېر ژر به د ټاپی پروژې عملی چارې هم پیل شی.
افغان سوداګر له ترکمنستان سره سوداګریزه راکړه – ورکړه مهمه بولی او تېره ورځ یې د دغه هېواد د خامو موادو په ځانګړې توګه د نفتو په داوطلبۍ کې هم ګډون کړی وو.
په ورته مهال افغان سوداګر چې افغان ترکمن نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته ایښی وایی، هیله مند دی چې ترکمنستان به د افغانستان له تولیداتو څخه ګټه واخلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ