کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ نن مازدیګر ۴ بجې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پیلیږی.
د خبر پر بنسټ، د یادې لوبلړۍ د تمریناتی کمپ په وروستۍ ورځ د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدی په یوه رسنیز کنفرانس کې رسنیو ته د خپلې لوبډلې د چمتوالی ډاډ ورکړی او ویلی یې دی، چې د شارجه په لوبغالی کې یې لوبډلې ډېرې سیالۍ ترسره کړی.
د ده په وینا د لوبغالی کنډېشن به له دوی سره ډېره مرسته وکړی، چې ښې لوبې ترسره کړی.
نوموړی د لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشارې سره ویلی، همدا یې د لوبډلې سختې شېبې دی او افغانان یې باید په همدې وخت کې ملاتړ وکړی، څو یو وار بیا د نړیوال جام په څېر پیاوړې سیالۍ وکړی.
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د روانې مارچ میاشتې په۹مه او درېیمه هغه بیا د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ