کابل کې د شاه و عروس برېښنا بند د وروستی پړاو د جوړیدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوری د پلازمینې کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه وعروس د برېښنا بند د توربینونو د نصیب لړۍ پیل شوه.

دخبر پر بنسټ مسوولینو ویلی، چې د دغې برېښنا بند د چارو په بشپړېدو سره به د ۲۷۰۰ هیکټاره ځمکه خړوبه شی او د دې ترڅنک به یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا هم تولید کړی.

د یاد وزارت مسؤولینو ویلی، چې د دې بند د جوړېدو چارې به  د راتلونکی کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.

د برېښنا دغه بند د جوړېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږی، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په خبره د کابل ولایت د سروبی ولسوالۍ د نغلو په اړوند سیمه کې هم د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدی پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.