ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د زرهاوو ګډونوالو په شتون سره ترسره شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه مشاعره د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری پر لار اچول شوې وه، چې په کې د ختیځ زون د زرهاوو ګډونوالو سربېره د هېواد له مرکز کابل او نورو ولایاتو څخه د شعر او ادب ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس دغه مشاعره کې له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې خپلو اشعارو کې دې یووالی، د هېواد آبادۍ او د خپل اصلی کلتور د پرمختګ لپاره کار وکړی.

د نارنج ګل دغې دودیزې مشاعرې ته د کوزې پښتونخوا مشهورو او نوم وتو شاعرانو هم ګډون کړی و.

دوی د مشاعرې له تنظیموونکو څخه د خلکو د پراخ ګډون له امله مننه وکړه او د کرښې هغې غاړې شاعرانو غوښتل یې د دواړو غاړو ولسونو ترمنځ د اړیکو ښه والی لپاره موثر وګڼه.

د نارنج ګل دودیزه مشاعره چې په لومړی ځل ۱۳۴۳ هـ ل کال کې د ننګرهار د وخت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری جوړه شوې وه، تر دا مهاله هر کال د پسرلی په را رسېدو سره دغه ولایت کې د خلکو په پراخ ګډون سره لمانځل کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.