کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عربی متحده اماراتو په شارجه ښار کې د شدیدو اورښتونو له امله د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دوهمه سیالۍ لغوه شوه.
دغه سیالۍ چې ټاکل شوې وه نن شنبه د کابل پر وخت مازیګر څلور بجې پیل شی، د لوبغالی د ډېر لوندوالی له امله د تخنیکی کمېټې او نورو مسوولانو د پرېکړې پر اساس لغوه شوې ده.
د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۳۵ منډو په توپیر ګټلې او وروستۍ به یې د مارچ په ۱۲مه نېټه ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ