کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۰ مه نېټه):
د رسنیزو رپوټونو له مخې د خیبر پښتونخوا په مرکزی سیمه د پېښور په بوړد بازار کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلی او یو کس بل یې ژوبل کړی دی.
د چاودنې سیمې ته نژدې د خیبر روغتون یوه ویاند د پېښې په اړه رسنیو ته ویلی د دوی روغتون ته دوه کسان چې یو یې مړ او بل سخت ټپی و، راوړل شوی دی. د همدې سرچینې د معلوماتو له مخې دا چاودنه په بوړد بازار کې د ناصر باغ پولیسو یوې پوستې ته نږدې شوې ده.
رپوټ وایی تر چاودنې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې وه او پلټنې یې کړې دی او د پولیسو لومړنی راپورونه وایی چې درې واړه وژل شوی کسان وسله وال مخالفین وو او په وینا یې کوم ولسی وګړی ته پکې مرګ ژوبله نده رسېدلې.
د ځایی پولیسو یوه مشر “کاشف افتاب عباسی” ویلی چې چاودېدونکی توکی په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو خو دده په خبره د څیړنو له مخې دا پېښه یو ځانمرګی برید نه و بلکې د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال رامنځته شوې ده. ځایی پولیس دا هم وایی چې په یاده چاودنه کې ولسی وګړو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی او خپله د چاودېدونکو توکو لېږدونکی یې وژلی.
پاکستانی رسنیو بیا لیکلی چې د چاودیدونکو توکو لیږدونکی پېژندل شوی او ویل کېږی چې ټول د پېښور اوسیدونکی وو. د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د نوی حکومت له جوړښت وروسته دا په پېښور کې لومړۍ چاودنه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ