ملی موزیم کې ۶۰ زره قلمه لرغونی اثار موجود دی

ملی موزیم کې ۶۰ زره قلمه لرغونی اثار موجود دیکابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۱   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال د کلتوری میراثونو د ساتنې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډې کې ویلی، چې د څو لسیزو څه باندې ۶۰ زره بېلابېل اثار په ملی موزیم کې ساتل کیږی.

نوموړی ویلی، په وروستی یوه کال کې د ملی موزیم د اثارو د ساتنې ترڅنګ پر دې بریالی شوی، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو سلګونه لرغونی او کلتوری اثار کشف او د هېواد ملی موزیم ته ولېږدوی.

د ملی موزیم رییس بیا ویلی، چې یو شمېر کسانو او هېوادونو کلونه – کلونه هڅې وکړې، چې د هېواد کلتور او لرغونی اثار له منځه یوسی.

د ده په وینا دوی هڅه کوی چې افغانی کلتور ژوندی وساتی او ساتنه یې وکړی.

بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتی مرستیال ویلی، د سرپرست حکومت مشر په هېواد کې د لرغونو او کلتوری اثارو د قاچاق او پلور د مخنیوی امر کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.