ګهیځ: نن چهار شنبه (د لیندۍ ۱۷مه) په پکتیکا د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکی وایی، په دې ولایت کې یې د مرمرو قیمتی ډبرو کان پیدا کړی دی.
د پکتیکا ولایت د کانونو او پترولیم رییس مولوی نظر ګل صیاد ویلی، له څو ورځو راهیسی یې د مسلکی کسانو پر مټ سروې ترسره کړه، چې په پایله کې یې د دې ولایت د مرکز ښرنې اړوند «سپین څک» سیمه کې د قیمتی ډبرو یو کان وموند.
دا خبر د یاد ولایت مقام پر خپل ټویټر پاڼه هم خپور کړی او د مرمرو د کان موندل یې باوری کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د دې سربېره په یاده سیمه کې د ډبرو سکارو د کان استخراج هم پیل شوی دی.
گهیځ