کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د بشری مرستو د همغږۍ ادارې “اوچا” ویلی، چې په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وی.
د دغې ادارې په وینا د دې شمېر تر نیمایی ډېر یې نجونې او مېرمنې دی.
دغه بنسټ ویلی، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې هم اته میلیونه نجونو او څه باندې نهه میلیونو ښځو ته حیاتی مرستې ورکړې دی.
یاد بنسټ له افغان ښځو او نجونو سره د درېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه قشر په اغېزمنو شویو کې تر نورو ډېرې زیانمنېدونکې دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ یا فاؤ د یوه تازه راپور موندنې هم ښیی، چې اقلیمی بدلون او بې وزلۍ ګڼو هېوادونو کې ښځې او ځوانان ځپلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ