کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د اټکلیزې سر شمېرنې له مخې د افغانستان ټول نفوس ۳۴ اعشاریه ۹ میلیونه دی.
د دغې ادارې د مسوولینو په وینا دغه شمېرنه کې ۵۱ سلنه سړی او پاتې ۴۹ سلنه نور یې ښځینه دی.
د دغې ادارې ویاند له ملی راډیو تلوېزیون سره په مرکه کې ویلی، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د علمی او هر اړخیزې سرشمېرنې د ترسره کولو په موخه یې وزیرانو شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې ده.
د ویاند په خبره د ټول هېواد د وګړو علمی سرشمېرنه ډېرې بودیجې ته اړتیا لری، چې د نړیوالو بنسټونو همکاری هم په کې لازمه ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ