ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) په خپرو شو راپورو نو کې راغلی، ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې د کابل د نړیوال هوایی ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځنی سفره تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا کمپنۍ به په خپل منځ کې او همدا راز له اسلامی امارت سره خبرې وکړی.
اردوغان دا هم وویل، که حالات برابر وی، په تېره بیا امنیتی حالات نو دا کمپنۍ به د کابل د هوایی ډګر د عملیاتی چارو بهیر پر مخ یوسی خو اردوغان د دغو کمپنیو د مشخصاتو او نومونو په اړه څه نه دی ویلی.
اوږده موده وشوه چې د قطر او ترکیې هېوادونو چارواکی د اسلامی امارت له چارواکو سره د کابل د هوایی ډګر د چارو د پرمخ وړلو په تړاو په اړیکه کې دی.
متحده عربی اماراتو هم د کابل د هوایی ډګر د عملیاتی چارو د تنظیمولو لپاره چمتووالی ښودلی و.
گهیځ