د افغانستان کرکټ ملی ټیم له ایرلېنډ څخه د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۳   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ افغان کرکټ ملی ټیم په خپل نوم کړه.

د خبر پر بنسټ، په دې لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دوهمه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېدلې وه.

په درېیمه لوبه کې بیا افغان لوبډلې د ۱۱۷ منډو په توپیر ایرلېنډ ته ماتې ورکړه، چې له دې سره دا لوبلړۍ د ۲ لوبو په ګتلو سره افغان لوبډلې په خپل نوم کړه.

په درېیمه لوبه کې محمد نبی د لوبې غوره لوبغاړی شو، چې په توپ وهنه کې ۴۸ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې بیا د ۱۷ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړی وسوځول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.